د عيسی ﵇ لومړني پيروان

په بله ورځ يحيی ﵇ يو ځل بيا له خپلو دوو پيروانو سره ولاړ و. په دې وخت کې عيسی ﵇ له هغه ځای څخه تېرېده. يحيی ﵇ ورته وکتل او خپلو پيروانو ته يې وفرمايل: وګورئ‎! هغه دی ټاکل شوی ذبيح ﷲ!

د يحيی ﵇ دغو دوو پيروانو چې دا واورېدل، نو په عيسی ﵇ پسې رهي شول. عيسی ﵇ شا ته وکتل او دغه دوه کسان يې وليدل. پوښتنه يې ځينې وکړه، چې تاسې د څه شي په تلاش کې ياست؟

دوی وويل: استاده! ته دلته چېرې اوسېږې؟

عيسی ﵇ ورته وفرمايل: له ما سره راځئ او پخپله يې ووينئ.

تر غرمې وروسته تقريباً څلور بجې وې، چې دوی له ده ﵇ سره د اوسېدو ځای ته ورسېدل. د ورځې پاتې برخه يې هلته ورسره تېره کړه. دغه دوه کسان، چې د يحيی ﵇ خبرې يې اورېدلې وې او په عيسی ﵇ پسې رهي شوي وو، يو يې اندرياس نومېد، چې د شمعون ورور و. اندرياس سمدستي خپل ورور شمعون ته ورغی او ورته ويې ويل: وروره، موږ وعده کړل شوی المسيح پيدا کړی دی! (دلته د المسيح معنی، د ﷲ ﷻ لخوا خاص ټاکل شوی استازی دی.)

بيا اندرياس خپل ورور شمعون عيسی ﵇ ته راوست. عيسی ﵇ په غور سره شمعون ته وکتل او ويې فرمايل: ستا نوم شمعون بن يوحَنا دی، خو له نن څخه وروسته به ستا لقب (صفوان) وي، چې معنی يې (ډبره) ده.

په دا بله ورځ عيسی ﵇ وغوښتل، چې د ګليل سيمې ته ولاړ شي. فيليپ يې پيدا کړ، چې هغه هم د اندرياس او شمعون په څېر د بيت صيدا له ښاره و او ورته ويې فرمايل: زما پيروي وکړه او په ما پسې راځه!

فيليپ د نَتناييل په لټه کې شو. کله چې يې پيدا کړ، ورته ويې ويل: موږ هغه وعده کړل شوی شخص پيدا کړی دی، چې په هکله يې موسی ﵇ په تورات کې او نورو پيغمبرانو په خپلو ليکنو کې ليکلي دي! ياد شخص عيسی نومېږي، چې د يوسف نجار زوی دی او د ناصرت ښار دی.

نَتناييل وويل: د ناصرت؟ له هغه ښاره خو د خير خبره چا نه ده اورېدلې.

فيليپ ورته وويل: نو ته راشه او پخپله يې وګوره!

دوی چې عيسی ﵇ ته نږدې ورسېدل، هغه ﵇ د نَتناييل په اړه وفرمايل: دا دی د بني اسراييلو مخلص بچی، چې په زړه کې يې هېڅ ډول چل او دوکه نشته.

نَتناييل پوښتنه وکړه: ته زما په باره کې څنګه معلومات لرې؟

عيسی ﵇ په ځواب کې وفرمايل: د دې د مخه چې فيليپ درشي، ته مې د انځر تر ونې لاندې ليدلې.

نَتناييل چې دغه خبره واورېده، نو ويې ويل: ای استاده، ته د ﷲ ﷻ خاص نازولی يې! د بني اسراييلو سلطان يې!

عيسی ﵇ ورته وفرمايل: ما چې وويل: ته مې د انځر تر ونې لاندې ليدلې، آيا پر دې اساس دې راباندې باور وکړ؟ زه تا ته وايم، چې تر دې به لا ډېر لوی کارونه ووينې. زه تاسې ته حقيقت وايم، چې تاسې به ووينئ چې د آسمانونو دروازې به خلاصې شي او د ﷲ ﷻ او د انسانانو تر منځ به زه د بني آدمو سردار د وصلت زينه شم، چې په وسيله به یې ملايکې له آسمانه رانازلېږي او بېرته به پورته کېږي. *

*د دې تشبه په استفادې سره حضرت عیسی ﵇ هغه خوب ته اشاره کوي، چې حضرت یعقوب ﵇ لیدلی و، چې په دغه خوب کې ګوري د آسمان او ځمکې تر منځ یوه زینه ولاړه وي او ملایکې پرې ښکته او پورته ځي.

<< مخکې | وروسته >>

فهرست