د الهي سلطنت فصل

له دې وروسته، عيسی ﵇ کلي په کلي او ښار په ښار ګرځېده. په عبادتخانو کې به يې خلکو ته الهي درسونه ورکول او د الهي سلطنت د قايمېدو زېری به يې ورکاوه. له بېلابېلو مرضونو او کمزوريو څخه به يې خلکو ته شفا ورکوله. راټول شوو خلکو ته چې يې وکتل، زړه يې پرې وسوځېد، ځکه چې دوی لکه بې شپونه رمه ځورېدلي او بې وسه وو. ده ﵇ خپلو پيروانو ته وفرمايل: د فصل حاصلات زيات دي، خو مزدوران کم دي. نو د دې لپاره د فصل مالک ته دعا وکړئ، چې د خپل فصل رېبلو لپاره مزدوران راولېږي.

<< مخکې | وروسته >>

فهرست